د امریکايي اشغالګرو الوتکو په هلمند کې یو بل روغتون او یوه لیسه بمبار او ویجاړ کړل

د امریکايي اشغالګرو الوتکو په هلمند کې یو بل روغتون او یوه لیسه بمبار او ویجاړ کړل

د مسلسلو جنګي او بشري جنايتونو په دوام، تیره شپه امریکايي اشغالګرو په هلمند ولایت کې یو ستر ولایتي روغتون (د صافیانو روغتون) او د محمدانورخان لیسه چې ستر تعلیمي مرکز و بمبار او تر ډيره ویجاړ کړل.

دغه مسلسل جنایتونو په داسې مهال ترسره کیږي چې له تیرې نیږدې یوې اونۍ راهیسې امریکايي اشغالګرو او د هغوی کورنیو غلامانو په هلمند کې اریانا روغتون، په ګرشک ولسوالۍ کې یو صحي کلینیک، د بست پوهنتون، ګڼ مساجد، د زرګرانو د سوپر مارکیټ په شمول ګڼ مارکيټونه، دوکانونه او سلګونه ملکي کورونه بمبار کړي دي.

په دغه وحشت سره څرګندیږي چې امریکا د نړۍ څومره خونخوار او جنایتکار هیواد دی او د خپلو اشغالګرانه موخو لپاره د هيڅ بشري او انساني حقوقو او نړیوالو نورمونو رعایت نه کوي او نه هم تعهداتو ته پابندي لري.

اسلامي امارت په ملکي خلکو، ملکي تأسیساتو او عامه ځایونو دغه وحشیانه بمبارونه په تر ټولو سختو الفاظو غندي او دغه پيښې نړیوالو ته د امریکا د وحشي څيرې د ښودلو ښه بیلګه بولي.

افغان ولس او اسلامي امارت به د امریکايي اشغالګرو په وړاندې د شل کلن جهاد په څیر  په ټول قوت سره ودریږي او د خپل مظلوم ولس غچ به ترې واخلي. ان شاءالله تعالی

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۲۹/۱۲/۱۴۴۲هـ ق

۱۷/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ ۲۰۲۱/۸/۷م

دیدگاهتان را بنویسید